ډېر لوستل شوي

پنجشېر کې سږکال نږدې ۳ ټنه شات تولید شوي

د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د روان کال په ترڅ کې د نږدې ۳ ټنه شاتو د تولید خبر ورکړی دی.

د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري فضل الله دیوبندي ویلي، چې اوسمهال دې ولایت کې د مچیو د روزنې ۴۳ لوی او کوچني فارمونه فعال دي. د ښاغلي دیوبندي په وینا د پنجشېر فارمونو کې ایټالیوي او قفقازي مچۍ روزل کیږي. د یادونې وړ ده، چې پنجشېر د مچیو د رونې لپاره له ډېر مناسب اقلیم او ښې هوا برخمن ولایت دی.

اړوند خبرونه