ډېر لوستل شوي

لغمان کې د شاهي کانال لومړي فاز پروژه پرانیستل شوه

لغمان کې د شاهي کانال د لومړي فاز پروژې د لومړۍ برخې(لاټ) پروژې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغې پروژې د پرانېستې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وویل، شاهي کانال د ختیځ زون لپاره یوه لویه پروژه ده او په دې سره به د دغه ولایت شل زره هکټاره ځمکه خړوبه شي. دا کانال په الینګار ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د دوو فازونو په لرلو سره ۷۰ کیلومټره اوږدوالی لري.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وویل دغه کانال د ختیځ زون لپاره حیاتي پروژه ده، چې لومړی فاز یې د ۳۰ کیلو مترو په اوږدوالي سره په څلورو برخو کې پلي کېږي او ۵۰۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.
د نوموړي په خبره د لومړي فاز لومړۍ برخه یې ۶.۶ کیلومتره اوږدوالی لري او د پلي کېدو چارې یې دوه شرکتونو ته په قرار داد ورکړي، چې په جوړېدو یې ۸ مېلیونه امریکایي ډالر لګښت راځي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم د شاهي کانال جوړونه یو ستر ګام وباله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د اوبو مدیریت په ډېره ښه توګه کوي.
هممهاله، د لغمان والي مولوي شېراحمد حقاني وویل، چې د شاهي کانال د چارو بیا پیلېدل د لغمان د ولسونو یوه لویه هیله وه او د نورو فازونو د جوړېدو غوښتنه یې هم وکړه.
ورته مهال د دې ولایت اوسېدونکي هم خوښي څرګندوي، چې د کانال جوړېدو کې لسګونه بې روزګاره ځوانانو ته کاري بوختیاوې برابرې او ځمکې به یې خړوبې شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د مسوولینو په خبره هېواد کې د اوبو او برېښنا د تولید بندونو د جوړولو په برخه کې ګڼ شمېر کارونه شوي او اوسمهال هم د پنځو نورو سترو بندونو د پروژو د پلي کولو لپاره امکانات چمتو شوي، چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

اړوند خبرونه