ډېر لوستل شوي

په ختيځه اروپا کې سختو سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زيانونه اړولي

په ختيځه اورپا کې د سختو سېلابونو له امله ۴ تنه مړه او لسګونه زره نور بې ځايه شوي دي.

د راپورنو له مخې، په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو د رومانیا، چک جمهوریت، پولنډ، سلواکیا، هنګري، د جرمني سوېلي برخه او د اتریش ځینې سیمې ځپلې دي.

د ختیځ رومانیا په ګالاتي سیمه کې سختو بارانونو پراخ زیانونه اړولي، شاوخوا ۵۰۰۰ کورونه یې اغېزمن او ۲۵ زره کسان یې له برېښنا څخه بې برخې کړي دي.

په چک جمهوریت کې هم سېلابونو په عمدتاً شمالي سیمې اغېزمنې کړې، چي د ۵۰ زرو څخه ډېر کورونو برېښنايي خدمات پرې شوي دي.

د چک لومړي وزیر پیټر فیالا د خبرداري ورکړی او ویلي یې دي: « موږ باید د بدترین وضعیت لپاره چمتو اوسو. یوه سخته اونۍ زموږ پر وړاندې ده.»

د اتریش په ځینو برخو کې هم ۲۴ کلي «د ناورین زون» په توګه اعلان شوي او خلکو ته د وتلو امر شوی.

اړوند خبرونه