د ماليې وزارت وايي، له تېرې ادارې د پاتې پورونو ۲.۷ ميليارده افغانۍ یې ورکړې دي.
دې وزارت نن (دوشنبه، وږي۲۶مه) په خپل اېکس ليکي، چې د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله له پريکړې سره سم یې پر دغه وزارت د تېرې ادارې د يو شمېر بهرنيو بنسټونو له پاتې پورونو څخه ۲.۷ مليارده افغانۍ ورکړې دي.
دا په داسې مهال ده، چې د مالیې وزارت تر دې وړاندې هم د پخوانيو پورونو د تثبيت او ورکړې خبر ورکړی و.