ډېر لوستل شوي

انډیپنډنټ ورځپانې افغانستان د ګرځندویانو لپاره خوندي هېواد بللی

پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د هېواد لرغونو سیمو ته د کورنیو او بهرنیو سیالانیانو ورتګ زیات شوی. تازه بریتانوي ورځپانې «انډیپنډټ» افغانستان د ګرځندویانو لپاره خوندي ځای بللی دی.

دې ورځپاڼې په افغانستان کې د ګرځندویانو په حواله ویلي چې افغانستان اوس د سفر او سیاحت لپاره خوندي ځای دی او په دې برخه کې د ۲۰۲۴ کال مشهور هېواد بلل شوی دی.

په افغانستان کې د بهرنیو سیالانیانو په وینا چې په دغه هېواد کې اوس جګړه نشته او هرې سیمې ته د هرې سیمې خلک له وېرې او ستونزو پرته سفر کولای شي. 

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو ادارو افغانستان د ګرځندویانو لپاره خوندي هېواد بللی و.

اړوند خبرونه