ډېر لوستل شوي

د اوبو مديريتي چارې؛ بلخ ولايت کې ۹ کوچني بندونه ګټې اخیستو ته سپارل شوي

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وايي، په بلخ ولايت کې يې د اوبو ۹ کوچني بندونه ګټې اخیستو ته سپارلي دي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه بندونه د بلخ ولایت د البرز، چمتال، شولگره او کشنده ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د ۲۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوي دي.

د مسوولينو په وينا، ياد کوچني بندونه په ټوليز ډول د ۳۶ زره او ۹۵۰ متره مکعب اوبو ذخيره کولو وړتيا لري. د يادولو ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر سيمو کې دغه ډول بندونه او چکډېمونه  ګټې اخیستو سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه