ډېر لوستل شوي

ارزګان کې د ۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

د ارزګان د سیندیزې حوزې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په مرکز کې د ۴ رغنیزو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د یادو مسوولینو په وینا، پر دې پروژو ټولټال ۳۰۱ زره امریکایي ډالره لګښت راځي.

په دې پروژو کې یو چکډیم، ۳ کانالونه، سربندونه، استنادي دیوالونه او سیفونونو جوړېدل شامل دي، چې چارې به یې په ۳ میاشتو کې بشپړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژو په مټ ۷۰۰ تنو ته کارموندنه هم شوې.

اړوند خبرونه