ډېر لوستل شوي

له پامه لوېدلی ولایت؛ د پکتیکا د  دوو ولسوالیو ولسونه له روغتیایي چوپړونو برخمنیږي

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو  د پکتیکا په دوو زلزله‌ځپلو ولسوالیو “ګیان او برمل” کې د دوو روغتیایي مرکزونو د چارو د پیل خبر ورکړ.

ددغو روغتیایي مرکزونو چارې به د ۶۶ میلیونو افغانیو په لګښت په لسو میاشتو کې سر ته ورسیږي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس عبدالله جان حقمل وایي، دا روغتیایي مرکزونه ۳۵ خونې لري، چې لګښت یې  د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې(یو.اېن.اېچ.سي.آر.) پر غاړه اخیستی.

که څه هم ډېری وخت خلک د ساختماني شرکتونو له نه‌پاملرنې سر ټکوي؛ خو د دغو روغتیایي مرکزونو د جوړونې شرکت د باکیفیته او معیاري کار اطمینان ورکړی. د ګیان او برمل اوسېدونکي وایي، که دغه روغتیایي مرکزونه له ټولو څانګو سره فعال شول، نو د مېشتو ولسونو ۹۰ سلنه ستونزې هوارولی شي.

اړوند خبرونه