ډېر لوستل شوي

د تڼاکو او خولو بدله؛ بڼوال: مېوې مو د ورستېدو په درشل کې دي

ګڼ بڼوال او سوداګر له افغان حکومت هیله کوي، چې د مېوو په بازار موندنه کې ورسره مرسته وکړي او بدیلې لارې دې ورته وګوري.

افغان بڼوال وایي چې مېوې یې د خوساکېدو په درشل کې دي، خو تورخم لاره لا هم د تازه مېوو او د افغاني محصولاتو پر مخ تړلې پاتې ده. دوی زیاتوي چې ددې دروازې په تړل کېدو یې میلیونونه ډالره زیان کړی.

افغان بڼوال او سوداګر پر افغان حکومت غږ کوي، چې مېوو ته یې په منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو کې بازارونه وموندل شي. دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د تورخم لاره تړل شوې او د افغانستان د غلو دانو د لېږد پروسه په ټپه درېدلې ده. تر دې وړاندې هم په ځلونو پاکستاني لوري د افغانستان پر تازه مېوو او سبو لارې تړلي دي.

اوس بڼوال او سوداګر له افغان حکومت هیله کوي، چې له نورو هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي؛ تر څو یادې مېوې دانې په خوندي توګه تر نورو هېوادونو ولېږدول شي.

اړوند خبرونه