د پنجشېر د زمردو کانونه چې په تېر کې د څو زورواکو په لاسونو کې وو او په ناقانونه توګه به په ټیټه بیه د اروپا په بازارونو کې پلورل کېدل، اوس یې د کېندنې، داوطلبۍ، پلور چارې رڼې او شاوخوا ۱۵ زره تنه پکې په قانوني بڼه پر کار بوخت دي.
کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان زیاتوي، د تېر يوه کال په ترڅ کې په پنجشېر کې د زمردو کان شاوخوا ١٧٠٠ سيمې سروې او تثبيت شوي او د قانوني استخراج لپاره يې ٥٧٥ جوازونه صادر کړي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت دغه ویاند وړاندې ویلي، چې د ګرانبیه ډبرو یوه کړنلاره تر لاس لاندې ده. د ښاغلي افغان په قول، تېرو دریو کلنو کې د ګرانبیه ډبرو د قاچاق او ناقانونه کېندنې مخنیوی هم شوی.