کابل کې د ترافیک پولیسو لوی ریاست له لوري د ټکسي موټرو د رنګولو لړۍ پیل شوې ده.
د ترافیکو عمومي ریاست ویلي چې د ښاري ټکسیانو لپاره فیروزهيي او سپین رنګونه او اطرافي ټکسیانو ته یوازې فیروزهيي رنګ غوره شوی دی.
د ټرافیک پولیسو لوی رییس، پاسوال حسیب الله مختار د دې لړۍ د پيل مراسمو کې ویلي چې په هېواد کې د غیرقانوني لیږد رالیږد مخنیوي او هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځتهکېدو په موخه د ټکسي موټرو د رنګولو لړۍ پيل شوې ده.
د ښاغلي مختار په وینا، یاد ریاست په پام کې لري چې په راتلونکو دوو – دریو میاشتو کې د ټرانسپورټ او ټرافیکو برخه کې ټول نظم د ټکسي موټرو له لارې رامنځته کړي.
د ترافیکو عمومي ریاست په ښاري او اطرافي جادو کې د ټکسي له چلوونکو غوښتي چې خپل نقلیه وسایط دې د ټکسي په احصائیه کې شامل او له امر اخیستلو وروسته یې د رنګمالۍ چارې ترسره کړي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت هم د ټکسي موټرو د رنګولو پیل ښه ګام بللی او ټینګار یې کړی چې دا کار په ټول هېواد کې د ښاري نظم ترڅنګ په امنیتي برخه کې هم ګټور تمامېدای شي.