ډېر لوستل شوي

دولتي شرکتونو ته تېرو نظامونو هېڅ پاملرنه نه ده کړې

د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولینو ویلي، دولتي شرکتونه څو لسیزې وړاندې په افغانستان کې د کرنې او صنعت د پراختیا، د احتکار د مخنیوي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه رامنځته شوي وو، خو په هېواد کې ناخوالو او جګړو یاده برخه ځپلې او تېرو نظامونو ورته پاملرنه نه ده کړې. د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولینو نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خپلو یوکلنو لاسته راوړنو په ترڅ کې ویلي، چې تېر کال کې یې د افغان طیور، د بغلان د بورې، د کندهار، بلخ او پلخمري د نساجۍ او د هلمند بُست امارتي شرکتونو په ګډون ځیني کارخونې او شرکتونه بیافعال کړي دي.

اړوند خبرونه