د ایران په جنوبي خراسان طبس کې د ډبرو سکرو په یوه کان تېره شپه چاودنه شوې، چې ۳۰ کان کېندونکي پکې مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، یاده مرګ ژوبله تونلونو کې د خپرو شویو ګازونو له کبله رامنځته شوې ده. ایراني چارواکو ویلي، چې د پېښې څېړنه کوي، خو د تلفاتو د زیاتېدو وړاندوینه یې هم کړې.