ډېر لوستل شوي

لوګر کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت ځینې پروژې پیل شوې

په لوګر کې د پل‌علم ښاروالۍ مسوولین وايي چې د یاد ولایت په مرکز کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو کارونه پیل شوي دي.

د لوګر ښاروال، محمد اسحق سعید ویلي چې د دې پروژو لګښت د پل علم ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي.

د پل‌علم ښاروالۍ مسوولینو همداراز ویلي چې د لوګر د مرکز اړوند سیمو په دې پروژو کې د اوبو د ویالو د پاسه د کوچنیو پلونو او د سړک غاړې لښتیو جوړول او د ځینو سړکونو بیارغول شامل دي.

د مسوولینو په وینا چې په دې پروژو نږدې ۱۳ میلیونه افغانۍ مصرفېږي او په پلې کېدو سره یې د سیمې کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادولو ده چې پر دې سربېره اوسمهال د هېواد په ډېرو سیمو کې د ورته پروژو کارونه روان دي او د ډېرو چارې یې بشپړېدو ته نږدې دي.

اړوند خبرونه