د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدين عزيزي له نهه ملي او نړيوالو مؤسسو سره هوکړهليکونه لاسليک کړي دي.
ياد وزارت تېره ورځ (سهشنبه، تلې۳مه) ناوخته په خپل اېکس د دې هوکړهليکونو د لاسلیک خبر ورکړی دی.
مسوولين وایي، د دې هوکړهليکونو له مخي به په هېواد کې د اقتصاد ودې، د کورنيو د ژوند کچې لوړولو او دې ته ورته نورو برخو کې پروژې پلي شي.
د يادولو ده، چې دغه نهه مؤسسې د ۶ميليونه۹۳۶ زره او ۲۷۸ امریکایي ډالرو په ارزښت خپلې پروژې په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، بدخشان، تخار، کندز، سمنګان، بغلان، کنړ، غزني، لغمان، پکتیکا، خوست، پروان، فاریاب او پکتیا ولایتونو کې پلې کړي