ډېر لوستل شوي

د اقتصاد پیاوړتیا پر لور؛ د زابل “تورې بند” به نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شي

د اوبو او انرژۍ وزارت د بندونو د جوړولو په لړ کې به نن د زابل د “تورې بند” ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

دغه بند چې د رغونې چارې يې د افغانستان ملي پراختیا شرکت ته ورکړل شوې وې، د ۱۸ میاشتو په موده کې او د ۹۷میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ شو.

د مسوولينو په خبره د اوبو دغه بند ۶۰۰ جريبه کرنيزه ځمکې خړوبولو سربېره د ۲.۹ ميليون متر مکعب اوبو زيرمه کولو ظرفيت هم لري. بايد ياده شي، چې د دې بند چارې د افغان انجنيرانو له لوري ډيزاين او بشپړې شوې دي.

اړوند خبرونه