ډېر لوستل شوي

د ميدان وردګ په جغتو ولسوالۍ کې د اوبو کانال د رغولو چارې پيل شوې

د ميدان وردګو ولايت مسوولين وايي، چې د دې ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۱ سوه مترو په اوږدوالي د اوبو کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.

ياد کانال د دې ولايت د سينديزې فرعي حوزې رياست په همغږۍ او د « اېف.اې» مؤسسې په مالي ملاتړ د ۹۱زره او ۶۷۵ امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

ځايي مسوولين وايي، چې د دې کانال په جوړېدو سره به زرګونه جريبه ځمکه خړوبه شي. د یادولو ده، چې تېره اونۍ د یاد ولایت د سید آباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د استنادي دېوال د جوړېدو لویې پروژې د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

اړوند خبرونه