ډېر لوستل شوي

امريکا کې د “هيلېن” په نامه توپانونو او سېلابونو مرګ ژوبله اړولې

د امریکا په يو شمېر ایالتونو کې له تېرو ۳ ورځو راهیسې د “هيلېن” په نامه توپانونو او سېلابونو کې د ۴۹ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د راپورونو له مخې، یاد توپان په سوېلي او کارولینا، جورجیا او ویرجینیا کې مرګ ژوبله اړولي او کورونه یې ویجاړ کړي دي. امریکايي رسنۍ خبر ورکوي، چې په توپان ځپلو سیمو کې د برېښنا او انټرنېټ مري پرې شوي او په ځینو ځایونو کې خلک د څښاک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

اړوند خبرونه