د ملي دفاع وزارت وايي چې د وسلهوال پوځ لوی درستیز «قاري محمد فصیح الدین فطرت» په بدخشان کې د ۲۱۹ عمرثالث فرقې له اتمې سرحدي لواء څخه لیدنه کړې ده.
یاد وزارت په اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي فطرت شمال زون ته د خپل سفر په دوام د سرحدي منسوبینو کار او فعالیتونه ارزولي او هغوی ته د اسلامي نظام د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې او د هېوادوالو لپاره د خدمتونو سپارښتنې کړي دي.
د وسلهوال پوځ لوی درستیز په دې کتنه کې د نظم او دسپلین مراعاتولو د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د هېواد د ارزښتونو د ساتنې او خلکو ته د خدمت په برخو کې باید پياوړی هوډ ولري.
په اعلامیه کې د قاري محمد فصیح الدین فطرت په حواله ویل شوي چې د ملي دفاع وزارت رهبري ژمنه ده چې د ملي اسلامي پوځ د منسوبینو لپاره د نظامي او مسلکي زدهکړو د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته او زمینه برابره کړي.
ښاغلي فطرت دا هم ویلي چې د اسلامي امارت مشران د یو پرمختللي افغانستان د یووالي او عزت ساتلو لپاره شپه او ورځ کار کوي.