د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت وايي، چې په بادغيس ولايت کې د ۱۲.۳ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د دې وزارت مسوولينو په خبره، د دغه سړک چارې د بادغیس د قادس ولسوالۍ په “قادس خوردک” سيمه کې د څه باندې ۴۸ ميليون افغانيو په لګښت پيل شوې. د يادولو ده، چې د “قادس خوردک” سړک چارې د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت له بودیجې څخه جوړیږي، چې په لړ کې يې د ۴۵۵ مترو په اوږدوالي د ساتنې دیوال، ۲۸ عدد پلچکونو او یو «واش» جوړول هم شامل دي.