ډېر لوستل شوي

ارزګان کې پر کروندګرو مرستې وېشل شوې

ارزګان کې د “اې.ان.ار.سي.سي”  مؤسسې په تخنيکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو اړوند “اف.اې.او” مؤسسې په مالي ملاتړ او د دې ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست په همغږۍ پر ۴زره او ۷۰۰  کروندګرو اصلاح شوې تخمونه او کيمياوي سره وېشل شوې دي.

د يادو مرستو د وېش پر مهال د “اې.ان.ار.سي.سي” مؤسسې ولایتي مسوول محمد نسيم همت‌زي اميد راډيو ته  وويل: «يادي مرستې هغو کورنيو ته ورکړل شوې، چې د کرنې لپاره يې اصلاح شوې تخم او  کيمياوي سرې ته  اړتيا لرله  .»

نوموړی وايي، دوی راتلونکې کې هم د دغه ډول مرستو پلان لري.

د ارزګان ولايت والي مولوي عنايت‌الله شجاع د یادو مرستو د وېش په مراسمو کې د ورته مرستو په دوام تينګار کړی او له دې مؤسسو څخه يې کروندګرو ته د کرنې په برخه کې د روزنيزو پرګرامونو غوښتنه هم کړې ده.

ورته مهال، کروندګرو د مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړې او د ورته مرستو د داوم غوښتنه يې کړې ده.

دا په داسي حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ارزګان ولايت کروندګرو له اسلامي امارت څخه د مرستو او ملاتړ غوښتنې کړې وې.

اړوند خبرونه