د پکتیکا ځایي مسوولینو ویلي، چې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې ۲۰۱۱ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شوې ده.
د اوبو رسونې دا ۷ شبکې په ارګون او یوسف خېلو ولسوالیو کې د اسلامي پراختیایي بانک په مالي ملاتړ د څه باندې ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړې شوې.
ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د دې پروژو په بشپړېدو خوښي ښودلې او له افغان حکومت یې د ورته پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.