د افغانستان د برېښنا شرکت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکمنستان د برېښنا له وزير سپاروف انا ګیلدي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
دې شرکت په خپل اېکس ليکلي، چې په دې خبرو کې د ترکمنستان د برېښنا وزير ښاغلي انا ګیلدي افغان لوري ته د راتلونکې ۲۰۲۵ کال د برېښنا پېرلو د تړون لاسلیک په موخه عشقاباد ته د سفر بلنه ورکړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائیوي رييس ښآغلی عمر هېواد کې د برېښنا د تولید څو برابره د ډېرولو او تر راتلونکو پینځو کلونو دغه برخه کې پر ځان بسیاینې خبر ورکړی و.