د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملالۍ په نوم د یوه کانال چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د یاد کانال د پرانېستغونډې په مراسمو کې د کندهار د ځایي مسوولینو ترڅنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو هم برخه اخیستې وه.
د چارواکو په وینا، دا کانال د ۱۰۶زرو امریکايي ډالرو په لګښت د ملګرو ملتونو د پراختیايي سازمان په هڅو جوړ شوی.
د دې کانال د رغونې پر مهال ۶۰ تنو کارګرو ته د ۳ میاشتو په مخه کارموندنه هم شوې وه.
د سیمي اوسېدونکي د دې کانال له پرانیستې خوښ دي، خو د ورته نورو پروژو غوښتنه هم کوي