د هيوم اسراييلي ورځپاڼې د خبر له مخې، په تلابيب کې ۸تنه اسراييليان وژل شوي او څو نور ټپيان شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې له امنیتي کمرو څخه خپاره شويو انځورونو کې لیدل کېږي، چې دوه وسلهوال پر خلکو ډزې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تهران بيګا شپه د اسراييلو په يو شمېر سيمو باندې په لسګونه توغنديز بريونه کړي دي. تر دې وړاندې داسې خبرونه هم خپاره شول، چې د اسراييلي رژیم لوړپوړو چارواکو د تهران له بریدونو د خونديتوب په موخه نامالوم ځای ته پناه وړې.