د ملي دفاع وزارت د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابو دجانه بن خرشه “رض” له اکاډمۍ څخه د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ٦١ مجاهدین فارغ شول. ياد وزارت په خپل اېکس پاڼه د يادو ۶۱ ځوانو مجاهدینو د فراغت خبر ورکړی دی.
دغو مجاهدینو ته سپارښتنې شوې، چې له غفلته ځانونه وساتي او د خپل اسلامي نظام او کړېدلي ولس خدمت وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې ياد وزارت تر دې مهاله په سلګونه تنو ته حرفوي، مسلکي او پوځي زدهکړې ورکړې دي.