ډېر لوستل شوي

ویتنام کې ستره اورلګېدنه؛ شاوخوا پینځه زره برېښنایي موټرسایکلونه د اور خوراک شوي

ویتنامي رسنیو خبر ورکړی، چې ددې هېواد په لانګ ولایت کې یوې کارخونې اور اخیستی چې شاوخوا ۵زره برېښنایي موټرسایلکونه او پرزې پکې له منځه تللي دي.
د مسوولینو په خبره، اورلګېدنه لومړی په دویم پوړ کې رامنځته شوه، چې وروسته ټولې ودانۍ اور واخیست.
که څه هم اور وژونکو یاده اولګېدنه مهاره کړې، خو ددې کارخونې ډېری برخې ویجاړي شوي.
ویتنامي پولیس د اورلګېدنې علت لا نه دی په ډاګه کړی.

اړوند خبرونه