د اسراييلي رژيم پوځ یو ځل بیا د لبنان پر پلازمېنه بیروت درانه هوايي بریدونه کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې صهيونست رژيم د لبنان پر پلازمېنه بیروت ګڼ هوايي بریدونه کړي چې ټول ښار یې لړزولی دی.
ويلکېږي، چې دې بریدونو کابو نیم ساعت پرلپسې دوام درلود.
دغه بریدونه وروسته له هغې زیات شوي، چې ایران د حزب الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو سره سم پر اسراييلي خاوره توغندیز بریدونه وکړل.