پاکستاني رسنيو په کورمه او بلوچستان کې ګڼو پاکستاني پوځيانو ته د مرګژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
دغو رسنیو نن (یکشنبه، تلې ۱۵مه) ويلی، چې تېره ورځ ناوخته د بلوچستان په ‘’قلات سیمه’’ کې د پاکستاني پوځيانو پر کاروان برید شوی، چې په کې څلور پوځيان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د يادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځ تر اوسه د دغه برید په تړاو څه نه دي ويلی.