ډېر لوستل شوي

لوبیز ډګر کې د افغان لوبغاړو ځلېدنه

د افغانستان کورش ملي لوبډلې د ایران سولې او دوستۍ درې اړخیزو سیالیو کې یو د برونزو او ۴ د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

د یادو مډالونو په ګټې افغان کورش ملي لوبډلې وکولی شول، چې لومړی مقام ترلاسه کړي. ایران او پاکستان ددې سیالیو دویم او درېیم ګټونکي اعلان شول.

صفي‌الله جلیل‌زاده، جاوېد شېرزاد او فتح الله میرزايي هغه افغان لوبغاړي دي، چې د سرو زرو مډالونه یې وګټل. د یادونې وړ ده، چې د سولې او دوستۍ جام سیالۍ د ایران په سیستان او بلوچستان کې د افغانستان، پاکستان، سریلانکا او د کوربه ایران لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.

اړوند خبرونه