د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونستي ځواکونو تر عملیاتو او ړندو بمباریو وروسته دې هېواد کې د ملکیانو کډوالي په بې ساري ډول زیاته شوې ده.
عرب نیوز ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې څه باندې ۴۰۰زره تنه له خپلو مېنو بېځایه شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې صهیونستي پوځیانو تر اوسه زرګونه ملکیان ټپیان کړي هم دي. د بشري حقونه سازمان وېره لري، چې ښایي تر غزې وروسته لبنان کې انساني ناورین پراخ شي.