ډېر لوستل شوي

هلمند کې د محمدظاهر شاه د وخت د شیدو پروسس کارخونه بیا فعالیږي

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ددې ولایت په مرکز لښکرګاه کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۴۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د شیدو د پروسس یوه ستره کارخونه فعالیږي.
د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ویلي، دې کارخونې د شاهي دورې پرمهال فعالیت درلود او د ورځې به یې ۴۰ مټریک ټنه شیدې پروسس کولې.
د هلمند ځایي مسوولینو ویلي، هوډ لري، چې دې ولایت کې بنسټیزې پروژې پلې کړي.

اړوند خبرونه