ډېر لوستل شوي

له نړیوالې انزوا سره مخېدونکي؛ ۴۰ هېوادونو  بیا اسراییل محکوم کړي

د نړۍ هغو هېوادونو چې سرتېري يې د ملګرو ملتونو په سوله‌ساتو ځواکونو کې چوپړ کوي، په ګډه خپره کړې اعلامیه کې پر سوله‌‌ساتو ځواکونو د صهیونستي عسکرو برید په کلکو ټکو غندلی دی او د ورته بریدونو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

 بریټانیا، فرانسه، جرمني، هند او هسپانیا هغه هېوادونه دي، چې دا اعلامیه یې لاسلیک کړې ده. همدارنګه سریلانکا او اندونیزیا هغه لاسلیک کوونکي هېوادونه دي، چې سرتېري یې په دې برید کې ژوبل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه دوه سوله‌ساتي عسکر په “ناقوره” کې د اسراییلو په ډزو ټپیان شول.

د ویلو ده، ملګري ملتونه په لبنان کې شاوخوا ۱۰۵۰۰ سوله‌ساتي ځواکونه لري چې د نړۍ د ۵۰ هیوادونو څخه دي.  ددې ځواکونو ماموریت د اسراییل – لبنان تر منځ پر ګډې پولې د امنیت ساتل او د شخړو مخنیوی دی.

اړوند خبرونه