ډېر لوستل شوي

د افغانستان او چين چارواکو د طبیعي زيرمو په تړاو خبرې کړې

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايت‌الله بدري د چين هېواد له سفير سره د کتنې په ترڅ کې د افغانستان د طبیعي زيرمو په اړه خبرې کړي دي.

په دغه کتنه کې د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي اړيکو د لا پراختيا، ګډو همکاريو، د پانګونې د فرصتونو، د آمو نفتي حوزې او مس‌ عينک پروژو په اړه خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې، د وزارت پر سلاکار انجنير وحيدالله حليمي سربېره يو شمېره نور رييسانو هم ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه