ډېر لوستل شوي

یونیسف په لرو پرتو سیمو کې د اوبو شبکې غځوي

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر اخندزاده په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یونیسف(د ماشومانو د خوندیتوب صندوق) موسسې د اوبو برخې له مسوول «ډامنیک» سره کتلي دي.

دې کتنه کې دواړو لورو د اوبو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول زیانمنو سیمو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د یونیسف د اوبو څانګې مسوول زیاته کړې، چې دوی غواړي د اوبو برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

یاده کتنه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال د یونیسف له چوپړونو مننه کړې او پر ګډې همکارۍ یې ټینګار کړی دی. د یونیسف د اوبو څانګې مسوول ژمنه کړې، چې د اوبو د سرچینو د پراخونې په برخه کې به له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.

اړوند خبرونه