ډېر لوستل شوي

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ملي ادارې نوې هوکړه ليکونه لاسليک کړي

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ملي ادارې د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې له يو شمېر بنسټونو سره د زده‌کړو د پياوړتيا په موخه د هوکړه‌ليکونو د لاسليک خبر ورکړی.

د يادې ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت وايي، دغه هوکړه ليکونه د افغانانو لپاره د ښه ژوند له مؤسسې، افغان ملي بانک، د افغانستان اسلامي بانک، د کورنيو چار له وزارت او د اکاډميکو اړيکو ادارې له مسوولينو سره لاسليک شوي دي.

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ملي ادارې مسوولين له کورنيو چارو وزارت سره د دې هوکړې موخه په نشه يي توکو روږدو کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو برابرول ښودلي دي.

بل لورته له افغان ملي بانک سره د همکارۍ هوکړه لیک د لاسلیک موخه، په مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د محصلینو او زده‌کوونکو د بدل اعاشې پیسو د ورکړې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرول او د ټولو متعارفو او اسلامي بانکي خدمتونو وړاندې کول ياد شوي دي.

ورته مهال د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ملي ادارې سرپرست ښاغلي شهامت د افغانستان اسلامي بانک سره د همکارۍ هوکړه لیک د لاسلیک موخه، د روڼتیا رامنځته کېدل، د اداري او کاري بهیر ګړندي کول او په مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو او استادانو د معاشونو د وېش په برخه کې د بانکي خدمتونو وړاندې کول ښودلي دي. د يادونې وړ ده، چې له دې هوکړه ‌ليکونو سره به په هېواد کې يو شمېر افغانانو ته په مسلکي، حرفوي او نورو زده‌کړو کې اسانتياوې رامنځته شي.

اړوند خبرونه