ډېر لوستل شوي

د کندهار انار؛ تر دې مهاله څه باندې شپږ زره ټنه بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې په روان کال کې شپږ زره او ۱۵ ټنه انار بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د ياد رياست وياند محمد حنيف حقمل وايي، چې دغه انار پر متحده عربي اماراتو سربېره هند، انګلستان، قرغیزستان، لبنان او پاکستان هېوادونو ته صادر شوي دي.

نوموړی زياتوي، چې د انارو د صادرولو دغه لړۍ به راتلونکې کې نورو هېوادونو ته هم وغځول شي. د ويلو ده، چې په کندهار کې سږ کال د اوبو د زياتوالي او د انارو د ناروغيو د کموالي له امله یې حاصلات ډېر شوي دي.

اړوند خبرونه