ډېر لوستل شوي

د کرنیزو ماشینونو په مټ د ننګرهار د کانال حاصلات زیاتیږي

د کرنیزو وسایلو د اغیزمنې ګټې اخیستو له لارې به د ننګرهار کانال کرنیز محصولات د تېرو کلونو په پرتله زیات شي.
د هډې فارم د میکانیزه مدیریت تخنیکي مدیر عبدالله نعمت ویلي، چې د کرنیزو ماشینونو په مټ د کانال مېوې، سبزي او نورو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راتللی شي.
ښاغلي نعمت زیاته کړې، چې تخنیکي ټیم د کانال له شته ماشینونو کتنه کړې او د زړو ماشینونو د بیارغونې په پار به هم لازمې پرېکړې وشي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د کانال حاصلات د تېر په پرتله د پام وړ زیات شوي.

اړوند خبرونه