ډېر لوستل شوي

د کرنې په برخه کې د ځان‌بسياينې پر لور؛ د کندهار د روميانو په صادراتو کې څو برابره ډېروالی راغلی

د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست د روميانو په صادراتو کې د څو برابره ډېروالي خبر ورکړی.

د ياد رياست د مطبوعاتو مسوول محمد حنيف حقمل وايي، چې د روان لمريز کال په لړ کې له کندهار ولايت څخه ۶ زره او ۳۶۸ ټنه روميان پاکستان ته صادر شوي دي.

د نوموړي په خبره، چې تېر کال ۱ زر او ۱۱۶ ټنه روميان ياد هېواد ته صادر شوي و.

د ويلو ده، چې روان کال د کندهار ولايت په انارو کې هم زياتوالی راغلی دی.

اړوند خبرونه