د احصايي او معلوماتو ملي ادارې د روان کال د وږي مياشتې په صادراتو کې د څه باندې ۷۰ ميليونه ډالرو په ارزښت له ډېروالي خبر ورکړی دی.
دې ادارې ويلي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۳.۹ ميليونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۴.۱ ميليونو ډالرو ته رسېږي.
د مسوولينو په خبره، چې د روان کال په وږي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه ترسره شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په زمري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۳٫۳ میلیونه ډالر ښودل شوی دی.