د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د برېکس په سرمشريزه کې د “برېکس بانکنوټ” سمبوليک مخکتنه کړې ده.
د روسي رسنيو راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر د دغه هېواد “کازان” ښار کې د برېکس غونډې پر مهال د “برېکس” ډیزاین شوي پولي واحد سلګون نوټ، د شاوخوا ۶۰ هېوادونو مشرانو ته ښودلی دی.
روسي رسنیو لیکلي، چې برېکس پولي واحد به راتلونکي کې د ډالرو ځای ونیسي. بريکس بلاک چې روسيه او چین يې رهبري کوي، له خپلو متحدینو سره يو ځای د سویفټ په مقابل کې د يو نوي مالي سيستم وړاندې کولو ادعا کوي چې په وينا، يې د دوی متحدين به د امريکا د مالي سيستم له فشار څخه وژغوري.