ارګ وايي چې نن سهشنبه د قوشتیپې کانال د ترسرهشویو چارو د ارزولو په موخه د مؤظف پلاوي غونډه شوې ده.
ارګ نن سهشنبه د لیندۍ ۲۱مه پر ایکس پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې او لیکلي یې دي چې دا غونډه د ریاستالوزرا اداري مرستیال «مولوي عبدالسلام حنفي» په مشرۍ او د مالیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، انرژۍ او اوبو، کور او ښارجوړولو سرپرست وزیرانو په ګډون شوې ده.
د ارګ د اعلامیې له مخې چې په یاده غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د اقتصاد وزارت معین، د اوبو او انرژۍ او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سلاکارانو، د ملي پراختیا شرکت لوی رئیس او د اړوند ادارو استازو هم ګډون درلود.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په دې غونډه کې د قوشتېپې کانال د کار څرنګوالي، کاري پرمختګونو، د کرنیز کمپلیکس او صنعتي پارک د ایجاد، د کانال شاوخوا ځمکو څخه د استفادې د څرنګوالي او ګڼو نورو مسایلو په اړه هراړخیز بحثونه شوي دي.
د یادولو ده چې د غونډې په پای کې مؤظف پلاوي کمېټو ته دنده سپارلې چې خپلې دندې بشپړې کړي او په دې اړه خپل راپور په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.