د اوبو اوانرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور چین ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې هېواد د پاور چاینا شرکت له مشر سره کتلي دي.
ښاغلي منصور په دغه کتنه کې پر نورو موضوعاتو سربېره د یاد شرکت له رییس څخه غوښتي، چې د کاپیسا د باغدرې د اوبو ذخیروي او د برېښنا د تولید پر بند کار پیل کړي.
د پاورچاینا شرکت مشر ډاډ څرګند کړی، چې پر دې پروژې به د کار پیل په موخه لومړني ګامونه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور د یوه پلاوي په مشرۍ چین کې د “یو کمر بند یوه لاره نوښت” د انرژۍ وزیرانو د درېیم کنفرانس په پار بیجېنګ ته تللی وو.