سبرینا ګولیني، قطر کې د افغانستان لپاره د نوې سفیرې په توګه پر کار پیل وکړ.
ویل کیږي، چې ګولیني به په لنډمهاله ډول قطر کې د افغانستان د سفیرې په توګه کار وکړي.
نوموړې ۵۶ کلنه ده او په سیاسي علومو کې یې زده کړې ترلاسه کړي.
ګولیني په خپلو خبرو کې ویلي، چې د خپل ماموریت په پړاو کې به د بشر حقونو لپاره کار وکړي. نوموړې د روان کال له پیله د بشري حقونو نړیوالې کمیټه کې د رییسې په توګه دنده ترسره کوله.