د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کورش ازادې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د کندز د بدني روزنې او ورزش ریاست، کورش فدراسیون استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت په همغږۍ چمتو شوې وې.
دې سیالیو یوه ورځ په بر کې ونیوله، چې ۶۰ ورزشکارانو پکې خپل سیالان مات کړل.
ددې لوبو موخه وګړو ته د سالمې تفرېح برابرول ښودل شوي.