کوالالمپور کې د افغانستان اسلامي امارت سرپرست سفیر نقیب الله احمدي په یاد هېواد کې د روسیې له سفیر نیایل لطیپوف او همدارنګه د منځنۍ آسیا، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان، اذربایجان او قرغزستان هیوادونو له سفیرانو سره د افغانستان سفارت ماڼۍ دننه کتلي دي.
یاد سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دې کتنه کې د روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اسلامي امارت پر اړیکو او تعامل خبرې اترې شوې.
یاد هېوادونه د افغانستان مهم ګاونډي او دوست هېوادونه بلل شوي او د پخوانیو اړیکو پر دوام راتلونکې کې د اړیکو د کچې لوړولو او ګڼو برخو کې د تعامل پر زیاتېدا هم ټینګار شوی.
ښاغلي احمدي د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت او مرکزي حکومت تر بل هر وخت ډېر د پانګونې لپاره چمتو وباله.
د دې کتنې په ترڅ کې د افغان حکومت او ترکمنستان پر سیاسي اړیکو او دوه اړخیزو اقتصادي ګټو خبرې اترې وشوې.
همداشان ازبکستان سره په سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په یادولو سره هلته د نوي افغان سفیر د ماموریت د پیل ترڅنګ په سوداګریزه برخه کې د افغان ټرانس رېل پروژې، اړوند هم خبرې وشوې.
ښاغلي احمدي کابل ته د دوشنبې د سفیر راتګ اړین وباله. نوموړي همدارنګه قزاقستان کې د افغان ډیپلوماټانو منل د ښو سیاسي اړیکو پیلامه وبلله او د تېر یو کال په ترڅ کې يې د دریو سترو ګډو تجارتي نندارتونونو جوړېدل په سوداګریزه برخه کې مهم پرمختګ یاد کړ. د قرغزستان له لوري له بندیز سره د مخو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لري کول یې د دواړو هېوادونو په ګټه وبلل.
د روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو سفیرانو د افغان سفارت له مېلمستیا مننه کړې او د ګډو موضوعاتو د څېړنې لپاره یې ورته ناستې اړینې وبللې.