د غور ۸ تنه غره ختونکي د دغه ولایت د تور غره تر ټولو لوړې څوکۍ ته ختلي.
دا سیالۍ د غور د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري د غره ختنې فدارسیون په همغږۍ چمتو شوې وې.
دې سیالیو یوه ورځ په بر کې ونیوله.
ددې سیالیو د ترسراوي موخه د غور د ورزشکارانو ترمنځ د همغږۍ زیاتول ښودل شوي. د یادونې وړ ده، د غور د تور غر لوړه څوکه د سمندر له سطحې شاوخوا ۳۵۰۰ متره لوړه ده، چې غره ختونکي یې د سیالیو په موخه غوره کوي.