د هلمند ځایي مسوولینو ددې ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د بازار سړک د چارو د پیل خبر ورکړ.
د یاد سړک چارې نن(یکشنبه، لړم شپږمه) ددې ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ له لوري پیل شوې.
ددې سړک اوږدوالی ۳۰۹۴ مترو ته رسیږي، چې د قیراچونې چارې یې نن پیل شوې. دا سړک ددې ولسوالۍ د انکشافي بودیجې په مټ بشپړیږي، چې ټولټال پرې ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.