د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییه رييس ډاکتر عبدالباري عمر د ترکي ۷۷ کمپنۍ له مسوولينو سليمان جېليو او بوراق سره کتلي دي.
په دې ناسته کې د ترکي ۷۷ کمپنۍ مسوولينو ډاډ ورکړی، چې د کجکي برېښنا توليد فابريکي ظرفيت لوړونې او اوبو زيرمې پراختيا پروژه به تر راتلونکي ۲۰۲۶ زيږديز پورې بشپړې کړي. د ويلو ده، چې د يادې کمپنۍ مسوولینو د افغانستان برېښنا شرکت له همکاریو د مننې ترڅنګ د برېښنا تولید او پراختیا په يو شمېر برخو کې ونډې اخېستو ته چمتوالی ښودلی.