د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې په بادغیس کې د نهه چکډیمونو د جوړولو کارونه پیل شوي دي.
د یاد وزارت مسوولینو ویلي چې په دغو چکډیمونو څه باندې ۳۲ میلیونه افغانۍ مصرف راځي او چارې یې نن چهارشنبه د لیندۍ ۲۲مه پیل شوې دي.
بلخوا د بادغیس مسوولینو ویلي چې په دغو پروژو کې به د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه مساعده شي.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته پروژو چارې پیل شوې چې ډېری یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ډېرو ولایتونو کې د بیارغونې او پراختیایي پروژو چارې په چټکۍ پیل شوې چې د ولس له تاوده غبرګون سره مخ شوي دي.